پيښور کښي د سکيورټي فورسز ګاډي سره نزدې بمي چاودنه کښي يو افسر شهيد او د افسرانو پشمول لس کسان ژوبل شوي دي۔
باغي ټي وي رپورټ
د پولیسو په وینا، په ورسک روډ کې د امنیتي ځواکونو موټر په نښه شوی دی.
د ریسکیو ویاند وینا ده چی په چاودنه کښي یو سکیورټی اهلکار مړ او اووه اهلکار او دری ملکی کسان ژوبل شوی دی چی ژوبل کسان د طبی امداد لپاره لیډی ریډنګ هسپتال ته منتقل کړی شوی دی.
د ليډي ريډنګ روغتون انتظاميه وايي، د ورسک روډ د چاودنې ۵ ټپيان ليډي روغتون ته راوړل شوي، چې په ټپيانو کې درې امنيتي سرتېري او دوه ملکي وګړي شامل دي.
بل لوري ته پوليس او دبم ډسپوزل سکواډ اهلکارو دپيښې ځايه پخپله ولقه کې اخستې اؤ دشواهدو راټولول يې پيل کړي دي.
په دې اړه سي سي پي ار اشفاق انور وئيلي دي چې په لمړي سر کې دا چاؤدنه ځانمرگي نۀ ښکاري، بارودي مواد د سړک په غاړه ايښودل شوي وؤ، چاؤدنه د چاؤدنې له امله شوې، د بي ډي يو او سي ټي ډي ټيمونه شواهد راټولوي.