د کراچۍ په مشرف کالونۍ سيمه کې يو مېړه او مېرمن د خپلې لور د ځورولو په تور نيول شوي دي.
باغي ټي وي رپورټ
ايس ايس پي کيمري عارف اسلم راو وايي، په مشرف کالونۍ کې پر يوې دولس کلنې نجلۍ د تشدد د ويډيو جوړولو پر مهال د نجلۍ سوتي مور او خاوند نيول شوي دي.
ایس ایس پي کیمري عارف اسلم راو ویلي دي چې نجلۍ د اوسپنې په ګرمو راډونو سوځول شوې وه، پښې مور نجلۍ د اوسپنې په ګرمو راډونو سوځولې ده، د نجلۍ په بدن د سوځیدنې څرګندې نښې شته، نجلۍ د درملنې لپاره ملکي روغتون ته لیږدول شوې ده.
د عارف اسلم راو په وینا میړه او میرمن د لور د تشدد په تور نیول شوي او د دواړو خلاف کاروائي هم شوې ده.