په افغانستان کې د میتامفیتامین قاچاق زیات شوی دی

0
164

په افغانستان کې د میتامفیتامین قاچاق زیات شوی دی

د ملګرو ملتونو په خبرپاڼه کې ویل شوي چې که څه هم د هیروینو قاچاق کم شوی، خو له بندیز وروسته د میتامفیتامین غیرقانوني تجارت زیات شوی دی.

په وروستیو کلونو کې په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې د میتامفیتامین د لېږد رالېږد کشف ۱۲ چنده زیات شوی او د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۲ کلونو ترمنځ د دغه هېواد ګاونډیانو لکه ایران او پاکستان د دغه ډول لېږد رالېږد د کشف او نیولو خبر ورکړی دی.

(2023 / 9 /10   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر نن اعلان وکړ، چې په افغانستان کې د هیروئینو پر تولید له بندیز وروسته په دغه هېواد او شاوخوا سیمو کې د میتامفیتامین قاچاق ډېر شوی دی.

د دغه دفتر مشر غدا ولي وايي، په افغانستان او سیمه کې د میتامفیتامین د قاچاق زیاتوالی د نشه يي توکو د ناقانونه بازار د پام وړ بدلون په ګوته کوي او جدي پاملرنې ته اړتیا لري.

طالبانو، چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته ورسېد، د ۲۰۲۲ کال په اپریل کې په افغانستان کې د نشه يي توکو پر تولید بندیز ولګاوه، او ادعا یې وکړه چې امنیتي ځواکونه د کوکنارو له کښت سره لاس او ګرېوان دي.

د ملګرو ملتونو په خبرپاڼه کې ویل شوي چې که څه هم د هیروینو قاچاق کم شوی، خو له بندیز وروسته د میتامفیتامین غیرقانوني تجارت زیات شوی دی.

اړوند موضوعات:

په بامیانو کې د ۲۷ میلیونه ډالرو په ارزښت د لرغونو اثارو د قاچاق مخه ونیول شوه

Leave a reply