د کورنو چارو نگران وزير بريگيډئير(ر) حارث نواز وئيلي دي چې سندهـ کې دکوم سياستوال په ضد کارروائي نۀ ده شوې.

باغي ټي وي رپورټ
د کورنيو چارو وزير حارث نواز وايي په سندهـ کې د چا په ضد سياسي گامونه نۀ اخستل کيږي اؤ نۀ هم په صوبه کې دکوم سياستوال په ضد کارروائي کيږي.
هغه زياته کړه چې په سندهـ کې يواځې د نيب او جنايي مقدمې روانې دي، په سندهـ کې د چا نوم هم په سټاپ لسټ کې نشته او په سندهـ کې د چا له کوره هم پيسې نه دي ترلاسه شوي.
نگران داخله وزير وئيلي دي چې په سندهـ کې دکوم سياستمدار په کور چاپه نۀ وه وهل شوې، ممکنه ده چې دحکومت بدنامولو لپاره افواهونه خپريږي.




