په سندهـ کې د پاکستان پيپلز پارټۍ (پي پي پي) په ضد د اتحاد لپاره د سياسي ګوندونو رابطې روانې دي.

باغي ټي وي رپورټ
د سرچينو ترمخه دمسلم ليگ(ن)،متحده قومي موومنٹ پاکستان (ايم کيو ايم)، گرينډ ډيموکريټک الائنس (جي ډي اے) اؤ جمعيت علمائے اسلام (جي يو آئي) ترمينځ صلاح مشورې روانې دي.
سرچينې وائي د ايم کيو ايم، جي ډي اے اؤ جے يو آئي استازو په گڼ شمير ملاقاتونو کې په بيلا بيلو ټکو اتفاق کړى دى.
د سرچينو ترمخه په سندهـ کې دپيپلز پارټۍ په ضد دګډ کانديد په جوړولو اتفاق شوى اؤ دا فيصله شوې ده چې کوم اتحاد به په کومه حلقه کې چې گوند اکثريت لري خپل کانديد نۀ کوي.
بل خوا د ایم کیو ایم سرچینې وايي چې مطیع الله به په هیڅ اتحاد کې برخه نه اخلي.






