د عدالت د حکم باوجود د پي ټي آئي پخوانې مشرې شيرين مزاري د نيولو په اړه د آئي جي اسلام آباد خلاف د توهين عدالت کيس اورېدنه شوې ده۔
باغي ټي وي رپورټ
د اسلام آباد هائي کورټ د عدالت حکم باوجود د شيرين مزاري د نيولو لپاره د آئي جي اسلام آباد ناصر خان خلاف د توهين عدالت مقدمه د ستمبر په ٢٨مه نيټه ټاکلې ده۔
په دې لړ کښې آئي جي اسلام غير مشروط معافي جمع کړې ده، آيا د آئي جي معافي به قبوله شي او که عمل به جاري وي؟ په دې اړه به په راتلونکې اورېدنه کې پرېکړه وشي.
د اسلام آباد هائي کورټ جسټس ميا ګل حسن اورنګزيب به د آئي جي په ضد د کيس سماعت کوي۔
ياده دي وي چي عدالت د شيرين مزاري په نيولو باندي آئي جي اسلام آباد باندي 25 زره روپئ جرمانه هم لګولي وه او د جرماني رقم ئي شيرين مزاري ته هم ورکړي وو په کومه چي آئي جي شيرين مزاري ته دغه جرمانه ادا کړي وه۔