وفاقي تحقيقاتي ادارې (ايف آئي اے) په خيبرپښتونخوا کښي د مني لانډرنګ او د ډالرو اسمگلنګ په ضد موثره کاروائي لپاره دري ټيمونه جوړ کړي دي۔

باغي ټي وي رپورټ
د ايف آئي اے چارواکو ترمخه خيبرپښتونخوا کښي د مني لانډرنګ او د ډالرو اسمگلنګ په ضد لوئي کريک ډاؤن لپاره دري ټيمونه جوړ کړے شوي دي چي د ټيم انچارج به د انسپکټر ليول افسر وي او په هر ټيم کښي به پنځه غړي شامل وي چي پکښې قانون نافذ کونکي اداري دي۔ چارواکي به هم پکې ګډون وکړي.
د ایف آئي اے چارواکو وینا ده چې دغه ټیمونه به په ټوله صوبه کښې د ډالر سمګلنګ او حوالې کاروبار کښې ککړ کسانو ګرفتار یقیني کوي او د دوي خلاف به د فارن ریګولرائزیشن قانون لاندې مقدمې هم درج کولې شي.
د FIA چارواکو پېښور، مردان، صوابۍ او سوات د ناقانونه لاسي تجارت او د ډالرو قاچاق لپاره د هټ سپاټ په توګه پیژندلي دي.
ياده دې وي چې نگران حکومت د امريکايي ډالرو، بورې، سرې او پټروليم مصنوعاتو د قاچاق د مخنيوي لپاره وفاقي تحقيقاتي ادارې (اېف آی اې) ته واکونه ورکړي دي.
د نگران داخله وزير په مشرۍ کښې د غونډې نه پس ايف آئي اے ته د کارروائي احکامات جاري کړل شوي چې پکښې خط هم جاري کړے شوے دے۔
د پوسټ له مخې، FIA به د امریکايي ډالرو او نورو بهرنیو اسعارو د ټولو وتلو او داخلیدو نقطو پروسس کولی شي.






