د مالیې سرپرست وزیر شمشاد اختر ویلي، چې له هېواده بهر ته د پیسو د لېږد او صادراتو د کمېدو له امله د بهرنیو اسعارو پر زېرمو فشار زیات شوی دی

0
184

باغي ټي وي رپورټ

د پانګونې د اسانتیاوو د ځانګړې شورا له غونډې وروسته له نورو وزیرانو سره په ګډه خبري غونډه کې نوموړي وویل، نه شي ویلای چې څومره پور به ورکړل شي، خو په نومبر میاشت کې به د پیسو نړیوال صندوق له خوا بیا د ډسمبر په میاشت کې اقتصاد وڅېړل شي. پور به د IMF څخه ترلاسه شي

د مالیې سرپرست وزیر وویل چې اوس د اقتصاد د ښه والي لپاره اصلاحات ضروري دي، د عام وګړي اقتصادي خپلواکي یې لومړیتوب دی، موږ د هېواد د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره د لارې نقشه جوړوو.

ډاکټر شمشاد اختر وويل، د SMEs او د کرنې په سکتور کې د اصلاحاتو او د هېواد د پور څخه د وتلو لپاره ګامونه پورته کوي، موږ د هېواد د اقتصاد د پرمختګ لپاره په بېلابېلو موضوعاتو بيا کتنه کوو، د ټولنيز خونديتوب په برخه کې به هم کار کوو.

هغه وويل، دا مهال د پورونو بار پر بانکونو دى، چې د سرمايه کارۍ بازار ته به ولېږدول شي، د کابينې کمېټې فعالې شوې دي.

ډاکټر شمشاد اختر وویل، په هېواد کې د قاچاق د اندازې اټکل نشته، خو د اسعارو او توکو د قاچاق د مخنیوي لپاره اقدامات کېږي، د قاچاق د مخنیوي په برخه کې اقدامات به مثبتې اغېزې ولري.

د خزانې وفاقي وزير ووئيل چې د سمګلنګ او ذخيره اندوزۍ د قابو كولو هڅې روانې دي او د ادارو په نجکاری هم كار روان دې۔

Leave a reply