د خېبرپښتونخوا په نوښار ضلع کښې وفاقي تحقيقاتي ادارې ايف آئي اے د ريفرنس هنډي او متوازي بنکنګ د غيرقانوني کاروبار په ضد کاروائي دوران دوه ملزمان نيولي دي

0
188

باغي ټي وي رپورټ

د ايف آئي اے ترمخه د هنډي په غيرقانوني کاروباري مرکزونو د چاپو په مهال د بهر ملکونو نه د کروړونو روپو پاکستاني کرنسۍ او اسناد ضبط او سيل کړي شوي دي۔

د ايف آئي اے د کمرشل بنکنګ سرکل ايس ايچ او خالد سليم وينا ده چي د حساس ادارو په پيژندګلو باندي ئي د نوښار کنټونمنټ د تساه هنډي په مختلفو مرکزونو کاروائي کړي ده چي پکښي دوه ملزمان د پيښور اوسيدونکى شيرزمان او د ډي آئي خان اوسيدونکى محمد سليم نيولي شوي دي۔ خان ونيول شو

د ايف آئي اے ترمخه د ملزمانو قبضے نه 1 کروړه 31 زره پنځوس روپئ برآمد کولو نه پس غيرقانوني اسناد، رسيدونه او موبائل فونونه برآمد کړے شوي او کنټونمنټ پلازه کښي يو سنټر سيل کړے شوے دے۔

د ايف آئي اي چارواکو وينا ده چي د ملزمانو خلاف مقدمه درج کړے شوي ده او د ملزمانو نورو ملګرو نيولو لپاره پلټني رواني دي۔

بل اړخ ته د اکوړه خټک مهاجر بازار نه یو افغان مهاجر هم نیول شوی او د هغه د قبضې نه د حوالې سندونه او رسیدونه ترلاسه شوي دي.

ياده دې وي چې نگران حکومت د امريکايي ډالرو، بورې، سرې او پټروليم مصنوعاتو د قاچاق د مخنيوي لپاره وفاقي تحقيقاتي ادارې (اېف آی اې) ته واکونه ورکړي دي.

د نگران داخله وزير په مشرۍ کښې د غونډې نه پس ايف آئي اے ته د کارروائي احکامات جاري کړل شوي چې پکښې خط هم جاري کړے شوے دے۔

د پوسټ له مخې، FIA به د امریکايي ډالرو او نورو بهرنیو اسعارو د ټولو وتلو او داخلیدو نقطو پروسس کولی شي.

Leave a reply