د کراچۍ پوليسو په سرجاني ټاؤن کښې د جماعت اسلامي د کونسلر په قتل کښې ککړ درې ملزمان نيولي دي په داسې حال کښې چې اصلي ملزمان تښتيدلي دي.

0
169

باغي ټي وي رپورټ

د جماعت اسلامي کونسلر حبيب الله چې د برېښنا غلو د يوې ډلې له خوا وژل شوى و، د جنازې له ادا کولو وروسته خاورو ته وسپارل شو.

د پوليسو وينا ده چې ملزمانو په سيمه کې دبريښنا له تارونو څخه پيسې ټولولې.

له بلې خوا د K الیکٹرک ویاند وايي، په سرجاني کې د ناقانونه شبکې پر ضد د عملیاتو پر مهال دغه ټیمونه له بریدونو سره مخ شوي، خو له غیر قانوني شبکې سره د لاس لرلو ادعا بې بنسټه ده.

ياده دې وي چې تيره ورځ د کراچۍ ښار په سرجاني ټاون سيکټر ٤ سي کې په ډزو کې د جماعت اسلامي کونسلر حبيب الله وژل شوى او دوه کسان ژوبل شوي وو.

Leave a reply