وفاقي حکومت د درملو د نرخونو د لوړولو امکان رد کړ.

0
131

باغی ټی وی رپورټ

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، د درملو صنعت د ۲۵۰ نه د زیاتو درملو بیې لوړول غواړي او دا امکان نه لري چې سمدستي د درملو بیې لوړې کړي.

چارواکي وايي، د درملو کمښت د بیو د لوړېدو لپاره یوه بهانه ده، چې له ۸ تر ۱۰ درملو پرته نور ټول درمل د درمل جوړولو صنعت ته ګټه رسوي.

د چارواکو په وینا سږ کال د درملو بیې ۱۴ او ۲۰ سلنه لوړې شوې دي، د درملو د بیو د لوړولو پرېکړه یوازې راتلونکی منتخب حکومت کولای شي، لومړیتوب یې دا دی چې خلکو ته د درملو د رسولو زمینه برابره شي.

نگران وفاقي وزير صحت ډاکټر نديم جان وئيلي دي چي دوي د فارما صنعت سره په ګډه دا مسلي حل کولو کوشش کوي۔

Leave a reply