د روغتیا وزارت ویاند وايي، د پېښور او کراچۍ په چاپیریالي نمونو کې د پولیو ویروس تایید شوی دی.

0
74

باغی ټی وی رپورټ

د عامې روغتیا وزارت د ویاند په وینا، دغه ویروس په افغانستان کې موندل شوي ویروس ته په جینیتي ډول ورته دی.

د صحت وفاقي وزير ندیم جان وايي د چاپيريال په نمونو کې د پوليو ويروس موندل د اندېښنې وړ خبره ده، د دغه ويروس موجوديت ښيي چې ماشومان په دوامداره توګه د دې ناروغۍ له خطر سره مخ دي.

ندیم جان وايي، د چاپېریال ټول مثبتې نمونې به وڅېړل شي تر څو اغېزمن شوي کسان وپېژندل شي.

د صحت وفاقي وزير وئيلي دي چې د ماشومانو معافيت مضبوطولو لپاره فوري او موثر اقدامات روان دي، والدين دې خپلو ماشومانو ته څو څو ځله د پوليو څاڅکي ورکړي۔

Leave a reply