د لدها په شکتوي شبي خيل سيمه کې د هاوان مرمۍ په يو کور لګېدلې ده.

باغی ټی وی رپورټ
د پولیسو په وینا د هاوان مرمۍ په یوه کور د لګېدو له امله د یوې کورنۍ ۵ غړي وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
پوليس وايي، د هاوان مرمۍ له نامعلوم لوري پر يوه کور لګېدلې، چې له امله يې يوه مېرمن او څلور ماشومان وژل شوي دي.
د پوليسو په وينا چې دمعلوماتو په ترلاسه کولو سره دکور اوسيدونکي روغتون ته يوړل شول خو ژوندي پاتې نه شول.





