د الوتکې د لوېدو په پېښه کې درې پاکستاني پوځیان وژل شوي دي  

0
70

ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې دغه الوتکه د دوشنبې په ورځ د سپتمبر په ۴ مه د بلوچستان په ګوادر کې د روزنې پر مهال ولوېده.

د راپورونو له مخې دغه الوتکه د الوتنې پر مهال د احتمالي تخنيکي ستونزو له امله لوېدلې ده. په پاکستان کې چارواکو ویلي دي چې په دې اړه یې پلټنې پیل کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال هم په پېښور کې د پاکستان د هوايي ځواک يوه روزنيزه الوتکه لوېدلې وه، چې په پايله کې يې دوه پيلوټان ​​وژل شوي وو.

(2023 / 9  / 5   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د راپورونو له مخې، د پاکستان د پوځ د الوتکې د لوېدو په پایله کې د دغه هېواد د سمندري ځواکونو دوه افسران او یو سرتېری وژل شوي دي.

ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې دغه الوتکه د دوشنبې په ورځ د سپتمبر په ۴ مه د بلوچستان په ګوادر کې د روزنې پر مهال ولوېده.

د راپورونو له مخې دغه الوتکه د الوتنې پر مهال د احتمالي تخنيکي ستونزو له امله لوېدلې ده. په پاکستان کې چارواکو ویلي دي چې په دې اړه یې پلټنې پیل کړي دي.

اړوند موضوعات:

میامي کې د الوتکې لوېدو پېښه کې شپږ کسانو ته مرګ ژوبله اووښتې 

Leave a reply