مهر خبری آژانس: افغانستان به ډیر ژر د ریل پټلۍ له لارې له چابهار بندر سره ونښلول شي

0
145

مهر خبری آژانس: افغانستان به ډیر ژر د ریل پټلۍ له لارې له چابهار بندر سره ونښلول شي

مهر خبری اژانس وایی د طالبانو د حکومت د اورګاډي د ادارې د ویاند عبدالسمیع دراني له قوله ویل شوي چې له چابهار څخه د افغانستان پولې ته نږدې د ۱۴۰ کیلومترو په اوږدوالي د ریل پټلۍ د یوې سترې برخې د جوړولو کار بشپړ شوی دی.

د راپورونو له مخې دا اعلان د طالبانو د حکومت او ایراني چارواکو تر منځ د خبرو څو پړاوه تېره اوونۍ تر سره شو.

 

(2023 / 9 / 4    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

یوې ایرانۍ رسنۍ د طالبانو د حکومت د اورګاډي د څانګې د مشر په حواله ویلي، چې افغانستان به ډېر ژر د ایران له چابهار بندر سره ونښلول شي.

مهر خبري آژانس د طالبانو د ریل پټلۍ د مشر بخت الرحمن شرافت له قوله ویلي چې د نیمروز ریل پټلۍ به د ایران له زاهدان ریل پټلۍ او چابهار بندر سره ونښلوي.

شرف په “ایکس” چینل کې په خپل اکاونټ کې ویلي چې له دې پروژې سره به افغانستان سمندر ته لاس رسی پیدا کړي.

مهر خبری اژانس وایی د طالبانو د حکومت د اورګاډي د ادارې د ویاند عبدالسمیع دراني له قوله ویل شوي چې له چابهار څخه د افغانستان پولې ته نږدې د ۱۴۰ کیلومترو په اوږدوالي د ریل پټلۍ د یوې سترې برخې د جوړولو کار بشپړ شوی دی.

اړوند موضوعات:

د هند له خوا مرسته شوي لس زره ټنه غنم د چابهار له لارې افغانستان ته راورسېدل  

د راپورونو له مخې دا اعلان د طالبانو د حکومت او ایراني چارواکو تر منځ د خبرو څو پړاوه تېره اوونۍ تر سره شو.

Leave a reply