نگران وزيراعظم انوارالحق کاکړ وئيلي دي چې په افغانستان کې حالات زمونږ د پاليسۍ له امله نه بلکې دپوځيانو د وتلو د غلطې پاليسۍ له امله خراب شوي دي.

0
182

باغی ټی وی رپورټ

نوموړي د جيو نيوز د جرګې په پروګرام کې د خبرو پر مهال وويل، چې په افغانستان کې وضعيت نه دى ښه شوى، بلکې خراب شوى دى، د ناټو له وتلو وروسته پاتې شوې جنګي وسلې نه يواځې د پاکستان بلکې د ټولې سيمې لپاره ستونزه ده.

نگران وزيراعظم زياته کړه چې دناټو په پاتې سامانونو سره په مونږ بريدونه پيل شوي دي، دسيمې نور هيوادونه دې انتظار باسي چې دا وخت به کله راشي؟

هغه وويل چې د پخواني افغان پوځ ځينې وسلې د طالبانو لاس ته لوېدلې او ځينې يې د جنايتکارو سازمانونو لاس ته ورغلې دي.

سرپرست صدراعظم انوارالحق کاکړ د هېواد په چارو د خبرو پر مهال څرګنده کړه چې د ادارو خصوصي کول زموږ په اجنډا کې شامل دي.

د دې غونډې کوربه سلیم صافي د خبرو پر مهال وویل، چې د خصوصي کولو د اجنډا له مخې تېرو حکومتونو له ۵۰ تر ۶۰ سلنې کار کړی، په څو ورځو کې موږ هم دغه اجنډا له ۵ تر ۱۰ سلنې پورې پرمخ وړلې ده.

نوموړي د برېښنا د درنو بلونو په اړه وويل، داسې اټکل کېږي چې داسې يوه برخه شته چې ډېر دروند بار دى.

نگران وزيراعظم ووئيل د ماليې او برېښنا ټيم دې مسئلې ته د لنډمهاله حل وړانديز روان دے، دوي به داسې حل لارې وړاندې كوي چې پرېكړې شاته پاتې نه شي۔

هغه وويل، له واک ته رسېدو وروسته يې لومړۍ ناسته د برېښنا د نرخ او ماليې په اړه وه، چې په څو ورځو کې به د برېښنا د سپما لپاره عملي ګامونه پورته شي.

Leave a reply