د مسلم ليګ (ن) مشر او پخواني وفاقي وزير خواجه آصف وئيلي دي چې د پاکستان تحريک انصاف چيئرمېن د پاکستان دښمن قوتونو اوزار دے.

باغی ټی وی رپورټ
جيو نيوز سره خبرو کې د مسلم ليګ نون مشر خواجه اصف وويل چې کوم کس چې د لعنتي کس مقدمه ودروله هغه عمران خان د وکيل په توګه استخدام کړ.
ده ووئيل چې صهيونېسټ او نورې نړيوالې لابيونه د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان سپانسر كوي، دغه لابيونه د 9م مئي پېښې تر شا هم لاس لري او دا لابيونه د انصاف په نړيوال عدالت كښې د پې ټي آئي چيئرمېن د وكيل په توګه وړاندې كوي۔
د مې د نهمې نېټې راهسې د پاکستان په عدالتونو کې د پي ټي ائي د مشر عمران خان په ګډون د ګوند د مشرانو په ضد مقدمې درج شوې دي چې پکې ګڼ شمېر مشران نيول شوي او ګڼ شمېر مشران يې له ګونده وتلي دي.
د پي ټي آئي چيرمين عمران خان د اګست په پنځه ويشتمه نيټه د توشه خان په کيس کښې ګرفتار کړے شو او اٹک جيل ته منتقل کړے شو خو وروستو هغه هم د اګست په 19مه نيټه د لاپې
سيفر په کيس کښې ګرفتار کړے شو او د عمران خان د درې کالو سزا معطل کړې شوې وه خو له وجې ئي د سيفر په قضيه کې د هغه نيولو لپاره، له جيل څخه د هغه خوشې کول ممکن نه دي.
پي ټي آئي د عمران خان په ضد په نړيوالو محکمو کښې د مقدمو د چلولو فيصله وکړه او په دې لړ کښې د پي ټي آئي چيئرمېن بيرسټر جيفري رابرټسن د خپل وکيل په توګه وټاکه خو وروسته د سختو فشارونو له وجې پي ټي ائي د جيفري رابرټسن د خدمات واپس کولو فيصله وکړه.




