د مسلم ليګ ن ګوند مشر عطاء تارړ وايي، د پاکستان د تحريک انصاف مشر عمران خان د تورن سلمان رشدي وکيل د خپل وکيل په توګه ټاکلی دی.
باغی ټی وی رپورټ
په لاهور کې د يوې خبري غونډې په مهال عطا تارڑ وويل چې بيرسټر جيفري رابرټسن په نړيوالو عدالتونو کې د پي ټي ائي د چيئرمېن نمائندګي لپاره ګمارل شوی دی.
ده ووئيل د پي ټي آئي چيئرمېن د انصاف نړيوال عدالت ته د تلو اعلان څه مطلب دے؟ ايا د انصاف نړيوال عدالت ته د پي ټي آئي چيئرمېن د تلو اعلان د رياست او ملک خلاف د انصاف نړيوال عدالت ته د تللو په معنا دے؟
ده زياته کړه چې دپي ټي ائي چيئرمېن په ٩م مئ دملک ضد عمل ښودلى اؤ دملکي ادارو په ضد يې کار کړى، يو سياسي گوند په هيواد بريد کړى دى.
عطا تارړ وویل چې د مې د نهمې په پېښو کې ستا خویندې، خویندې او ستا ټوله کورنۍ ښکېله ده، ایا څوک د خپل سیاست د ژغورلو لپاره دې حد ته تلای شي؟ یو کس ټول ځوان نسل ګمراه کوي.
د مسلم ليګ (ن) مشر وويل نن په ملک کې خلک له افراطيت څخه ستړي شوي، تاسو په څلورو کلونو کې يوه خښته هم نه ده کېښودلې، د پي ټي ائي چئیرمين يو فتنې ده، دا او پاکستان يو ځای نه شي تللای.