د پاکستان تحريک انصاف کور کميټي وئيلي دي چي سينيټر عون عباس بپي د تحريک انصاف برخه ده او ده به هم وي۔

0
224

باغی ټی وی رپورټ

کور کميټي د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان په جېل مقدمې هم سخته اندېښنه څرګنده کړه۔

کميټۍ د نيب قانون کښې د ترميم په ضد د پي ټي آئي د چيئرمېن د درخواست اورېدنې جائزه واخسته او ويې ويل چې د حلقه بندۍ شيډول بيا جاري کول غير ضروري دي، دا د انتخاباتو د 90 ورځو نه زيات ځنډولو کوشش دے.

ياده دې وي چې د سپټمبر په لومړۍ نېټه د پاکستان تحريک انصاف جنوبي پنجاب صدر او سېنېټر عون عباس بپي له ګوند څخه د جلا کېدو اعلان وکړ.

سېنېټر عوان عباس بپي په يو ويډيويي بيان کې له ګوند څخه د جلا کېدو اعلان وکړ او ويې ويل چې د مې د نهمې نېټې پېښې غندنه کوم، زما په اند دا د پاکستان په تاريخ کې يو تور داغ دی، دا ملت او د پاکستان پوځ نه بېلېدونکې دي.

عون عباس ویلي دي چې د تحریک انصاف جنوبي پنجاب له صدارت نه استعفی ورکوي.

هغه زیاته کړه چې زه هم د لنډې مودې لپاره له سیاست څخه د وتلو اعلان کوم.

Leave a reply