د ترهګرۍ ضد عدالت په جناح هاوس بريد او ورانکارۍ کېس کې د پي ټي ائي مشر اعجاز چوهدري جوډيشل ريمانډ تر نهم ستمبر پورې غځولی دی.

0
162

باغی ټی وی رپورټ

د ترهگرۍ ضد عدالت په جناح هاؤس د حملې او د تشدد په اړه د مقدمې اورېدنه وکړه چې پکې پوليسو اعجاز چوهدري عدالت ته وړاندې کړل.

د اورېدنې په مهال تفتيشي افسر د جناح هاؤس بريد مقدمې چالان تيارولو لپاره عدالت نه وخت وغوښت او ويې ويل چې چالان د تيارۍ په حال کښې دے.

پلټني افسر د ملزمانو جوډيشل ريمانډ کښې د غځولو غوښتنه کړې وه کومه چې عدالت منلې وه او د اعجاز چوهدري په جوډيشل ريمانډ کښې ئې تر نهم ستمبر پورې نوره توسیع کړې وه۔

ياده دې وي چې له دې وړاندې عدالت اعجاز چوهدري د جولايي په ٢٤مه جوډيشل ريمانډ ختمېدو وروستو په ١٤ ورځو کې په نور جېل کې لېږلى و.

د اګست په ۲۳مه عدالت يو ځل بيا د اعجاز چوهدري جوډيشل ريمانډ د ۱۳ ورځو لپاره وغځوو.

د اعجاز چوهدري په ضد په شادمان پولیس سټیشن کې مقدمه درج شوې ده، هغه د مې په ۱۱مه د ګلګت بلتستان هاوس څخه د ۳ ایم پی او لاندې نیول شوی وو.

Leave a reply