د هند خلاف د پاکستان فتح، شهنشاه آفریدي د ګټې بنیاد کیښودو
باغي ټي وي رپورټ
بیګا په دوبي نړیوال کرکټ میدان کښې د پاکستان قومي کرکټ ټیم د هند لوبډلې ته تاریخي ماتې ورکړه، شهنشاه آفریدي و میچ اولنې د هند توپ وهونوکې وسوځول او دغه شان ی د هند ټیم د سخت دباو سره مخ کړو او میچ پاکستان وګټل.
د پاکستان کرکټ ټیم هند ته په ۱۰ وکټو ماتې ورکړه، هند ټیم په ۲۰ اورونو کښې ۱۵۱ منډې جوړې کړې او پاکستان ته ی د ۱۵۲ منډو هدف کیښود کوم چې پاکستان بغیر د څه زیات په ۱۷ اوورونو کښې سرته ورسول، شهنشاه آفریدی ۳ درې د هند لوبغاړي وسوځول.
د کرکټ ټي ټونټي نړیوال جام ۲۰۲۱ په اولني میچ کښې پرون پاکستان هند ته شکست ورکړو ، د ضلع خیبر تحصیل لنډیکوتل یو ځوان او تکړا د کرکټ لوبغاړې او توپ اچوونکې شهنشاه آفریدي اولنې وکټ واخسته او د هند ټیم اولنې توپ وهوونکې ی وسوځول.
شهنشاه آفریدي د لنډیکوتل اوسیدونکې دې او د آفریدو قبیلې ذخه خیلو سره ی تعلق دې ، یاده دې وی چې د نه وړاندې هم د پاکستان ټیم لپاره شاهد خان آفریدي ډیره ښه لوبه کړې ده او د شاهد خان آفریدي د ښه توپ وهنې په وجه پاکستان د هند خلاف څو میچونه ګټلي دي.