د خزانې وزارت تر 400 يونټو پورې د برېښنا مصرف كوونكو ته د راحت وركولو لپاره بېړنۍ منصوبه جوړه كړې۔

0
170

باغی ټی وی رپورټ

د خزانې وزارت سرچينې وايي چې د بجلۍ په بلونو کې د راحت ورکولو منصوبه په بېړنۍ توګه تياره شوې او د نگران حکومت لخوا د بجلۍ په بلونو کې د 250 اربه روپو رليف ورکولو هڅې روانې دي.

د ذرائعو ترمخه نگران خزانې وزير د بجلئ بلونو کښي د راحت لپاره د آئي ايم ايف چارواکو نه غوښتنه کړي ده او آئي ايم ايف ته ئي د بجلئ بلونو ادا کولو آسانتيا لپاره وړانديز جمع کړے د کوم کښي چي هر يو صارف د بجلئ بلونه قسطونو کښي ادا کولي شي۔ وړاندیز شوی

سرچينې وائي چې دخارجه وزارت لخوا د٤٠٠ يونټ بجلۍ مصرف کوونکو لپاره امدادي پلان تيار کړى شوى دى چې که ائي ايم ايف راضي شي نو د٢ مياشتو لپاره دغه تړون کولى شي.

د زرائعو له مخې د خزانې وزارت به د اګست او ستمبر مياشتو لپاره بل قسطونو كښې اخستلو لپاره تحريري ضمانت وركړي او په بنيادي نرخ كښې د 7 روپو زياتوالي واپس اخستلو او په مرحله وار ډول كولو غور روان دي۔ د بریښنا بنسټیز واحدونه باید په مرحله وار ډول زیات شي.

د دې تر څنګ د برېښنا د غلا د مخنيوي لپاره هم يو عملي پلان جوړېږي.

د برېښنا بیلونه ولې زیات شول؟

د يادونې وړ ده، چې حکومت له IMF سره د سټنډرډ له هوکړې وروسته د برېښنا د بنسټيزو بيو په نرخ کې زياتوالى راوستى، چې په پايله کې يې له هغو مشتريانو پرته، چې تر 200 يونټ پورې برېښنا مصرفوي، د اساسي واحد بيه هم لوړه شوې ده.

د حکومت لخوا د بجلۍ د بنیادي یونټ په نرخونو کې د زیاتوالي وروستو د بجلۍ په بیلونو کې بې ساري زیاتوالی راغلی، چې له امله یې په ټول هیواد کې د سوداګرو او عامو خلکو احتجاجونه دوام لري.

نگران وزيراعظم د بجلۍ د زياتو بلونو نوټس واخستې او د پاور ډويژن او نورو متعلقه چارواکو سره يې پرله پسې دوه ورځې اوږدې ملاقاتونه وکړل خو د دې ملاقاتونو په سمدستي توګه کومه نتيجه ورنۀ کړه.

په بیلونو کې څومره مالیه شامله ده؟

نیپرا د بجلۍ یونټ څلور روپۍ 96 پېسې زیاتې کړې، چې له دې وروسته په ټول ملک کې د بجلۍ د استعمالونکو د بجلۍ بل زیات شوی، د 100 یونټ پورې د استعمال کونکو لپاره د فی یونټ نرخ 13 روپۍ 78 پېسې و، چې اوس دا بیه 16 روپۍ 48 پېسې ده. مطلب درې روپۍ زیاتوالی راغلی دی.

تر 200 روپو پورې في يونټ بيعه پخوا 18 روپۍ 95 پيسې وه او اوس 22 روپۍ 95 پيسې ده يعني څلور روپۍ زياتوالى.

Leave a reply