اسلام آباد هائي کورټ د هاير ايجوکيشن کميشن ايګزيکټيو ډائريکټر شائسته سهيل د تقرري نوټيفيکيشن معطل کړے دے۔
باغی ټی وی رپورټ
د اسلام آباد هائي کورټ د جسټس بابر ستار په مشرۍ کښې د هائير ايجوکيشن کميشن (ايچ اي سي) د ايګزيکټيو ډائرېکټرې شائسته سهيل د تقررۍ په ضد د مقدمې اورېدنه وشوه۔
د اورېدنې په مهال اسلام اباد هائي کورټ د شائستہ سهيل د تقررۍ نوټيفيکيشن د جولائي په 31مه نېټه معطل کړو او هدايات يې ورکړو چې ايچ اي سي دې بل افسر وګماري چې تر راتلونکې اورېدنې پورې دې کار ته دوام ورکړي.
د اسلام اباد هائي کورټ HEC ته امر کړی چې د سپټمبر تر 14 پورې د ايګزيکيټيو ډائريکټر د تقرر په اړه خپل جواب جمع کړي او عدالت ته وئيل شوي چې د ايګزيکيټيو ډائريکټر په توګه د سائستا سهيل ټاکنه د قانون مطابق نه وه.
ياده دي وي چي تير حکومت د پارليمنټ نه د يو قانون په منظورولو سره د HEC د مشر نه د وفاقي وزير حيثيت واپس کړے وو او دا هم وئيلي شوي وو چي د HEC مقررات به د تعليم وزارت او د اجرائيه رياست لخوا منظوريږي۔ رییس به د حکومت لخوا ترسره کیږي