سترې محکمې په پنجاب کې د مې په ۱۴مه د انتخاباتو د ترسره کولو د پرېکړې په ضد د الېکشن کمېشن د نظر ثاني درخواست رد کړ.

0
268

باغی ټی وی رپورټ

د پاکستان د چيف جسټس په مشرۍ کې د مې په ۱۴مه په پنجاب کې د انتخاباتو د ترسره کولو د پرېکړې په ضد د الېکشن کمېشن د نظر پوښتنې اورېدنه وشوه.

د اليکشن کميشن وکيل وايي دوې اوونۍ وړاندې سترې محکمې د پنجاب د انتخاباتو په اړه تفصيلي فيصله ترلاسه کړې او دوي غواړي د سپريم کورټ د پريکړې په رڼا کې ځينې نور اسناد هم وړاندې کړي.

سترې محکمې په پنجاب کې دانتخاباتو په اړه دالیکشن کمېشن دنظرثانۍ درخواست رد کړی اؤ دپاکستان چیف جسټس عمر عطا بندیال ریمارکس ورکړی چې هرکله چې داساسي قانون خلاف ورزي کیږي نو عدالت به مداخله کوي.

Leave a reply