د عوامو د غبرګون له وجې د واپډا ملازمان د بلونو د وېشلو لپاره کور په کور تلل.
باغی ټی وی رپورټ
په ټول ملک کې د بجلۍ د زياتو بلونو په ضد احتجاجونه روان دي، په داسې حال کې عوامي نيشنل ګوند هم په پيښور کې د بجلۍ د زياتو بيلونو په ضد احتجاجي مظاهره کړې او په خيبرپښتونخوا کې يې د بجلۍ د ارزانۍ نه کولو په ضد د څرخي پله د جام ګواښ کړی دی.
بل خوا په لاهور کې ښځو د بل په کتلو سره زړونه نيولي او وايي چې د بل د ورکولو لپاره بايد پور واخلو، په راجن پور کې سوداګرو د برېښنا د بلونو، ميټرو او ډوډۍ په اخيستلو احتجاج وکړ.
په ګجرات، بهاولنگر، میان چنو، حافظ آباد او ټنډو الله یار کې هم لاریونونه وشول او ښاریانو د بریښنا بیلونه وسوځول، همدارنګه یې د اضافي مالیاتو او ګرانو تعرفو د لرې کولو غوښتنه وکړه.
د خلکو د غبرګون له وېرې د واپډا کارکوونکي د بلونو د وېشلو لپاره کور په کور تلل، په جهلم کې د واپډا یو کارمند په یوه هوټل کې د برېښنا سلګونه بلونه وهلي.
بل پلو د ګوجرانواله ټرافیک پولیس د بریښنا د بیلونو په اړه د ښاریانو غوسه ته په کتلو سره هڅه کوي چې د موټرسایکل چلونکو چالان نه کولو سره د راحت ورکولو هڅه وکړي.