په پاکستان کې دتروريستي بريدونو عاملين دطالبانو له خوا نیول شوي

جلیل عباس جیلاني وویل چې طالبانو د تورن له نیولو وروسته پاکستاني چارواکو ته خبر ورکړ. طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو او د تحریک طالبان پاکستان تر منځ د اوربند له ناکامېدو وروسته دغې ډلې د دغه هېواد پر ځواکونو خپل بریدونه زیات کړي دي.
تر دې وړاندې د پاکستان ملکي او پوځي چارواکو ویلي وو چې پاکستاني طالبان په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د دغه هېواد پر پوځیانو بریدونه پلانوي.
(2023 / 8 / 31 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس جیلاني د پولې پورې غاړې د ترهګرۍ په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې طالبانو په افغانستان کې د دغه هېواد د ترهګریزو بریدونو یو شمېر عاملین نیولي دي.