په هیواد کې د ډالر په مقابل کې د روپۍ بیه لا هم روانه ده.

باغي ټي وي رپورټ
په انټربینک کې یو ډالر د یو روپۍ ۶ پیسو په مقابل کې ګران شوی او په ۳۰۳ روپۍ ۵ پېسې بند شوی، په داسې حال کې چې پرون په انټربینک کې ډالر په ۳۰۱ روپۍ ۹۹ پیسو بند شو.
په ازاد بازار کې د ډالر په مقابل کې د درې روپو په زياتوالي سره د ډالر بيه ٣٢٢ روپو ته رسيدلې ده.
بل خوا په کراچۍ سټاک ایکسچینج کې هم سخت کمی راغلی چې د کاروبار په مهال په ۱۰۰ انډیکس کې د ۷۰۸ پوائنټونو کمیدو سره په ۴۶ زره ۷۷۰ پوائنټونو بند شو.






