د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواک د بې پيلوټه الوتکو له لارې د نشه يي توکو د قاچاق پر وړاندې د يو بل ستر عملياتو په ترڅ کې د تورن کس له قبضې څخه لس کيلوګرامه هيروين او ډرون ترلاسه کړي دي.

0
176

باغي ټي وي رپورټ

د نشه يي توکو سره د مبارزې ځواک په لاهور کې د عملياتو په ترڅ کې د ډرون په وسيله د نشه يي توکو د قاچاق وړونکې ډلې يو کارمند نيولی، چې نوم يې فياض حسين نومېږي، تورن د لاهور اوسېدونکی دی.

د اے این ایف ترجمان وینا ده چی د خفیه اطلاع په بنیاد ڈی ایچ اے لاهور سره نزدی یو ګاډی ودرول شو چی په لاره کښي ئي اووښتی دی ولی ملزم په موقع باندی نیولی شوی دی، د ګاډی تلاشئ په مهال د ګاډی نه لس کلوګرامه هیروئین او یو ډرون برآمد شوی دی. د يو کيلو هيروئينو يوه کڅوړه د بې پيلوټه الوتکې سره نښلول شوې وه.

د وياند په وينا، نيول شوى تورن اې اين ايف ته په نورو قضيو کې هم مطلوب و، چې د پلټنو پر مهال تورن د ډرون په وسيله د نشه يي توکو د قاچاق اعتراف کړى دى.

Leave a reply