پخواني وزيراعظم او د مسلم ليګ (ن) صدر شهباز شريف توشه خانه کېس کې د عمران خان د سزا ځنډولو په غبرګون کې ويلي دي چې د لاډلي سزا معطل شوې ده نه ختمه شوې.

0
84

باغي ټي وي رپورټ

په ټوېټر باندې په خپل يو بيان کې شهباز شريف وئيلي دي چې د چيف جسټس د “ګډ ټو ليد” او “د ښې بختې” پېغام اسلام اباد هائي کورټ ته رسېدلی دی، د عدالت دپاره بايد د فکر يوه شېبه وي.

هغه وويل که د سترې محکمې څخه واضح پيغام ترلاسه شي نو ماتحت عدالت نور څه وکړي؟ د عدالت هغه نظام چې یوې خوا ته ځی او عدالت کمزوری کوي د منلو وړ نه دی. شهبازشريف وويل دکعبې په تصوير سره يو ساعت خرڅوونکى اؤ خورونکى په وړاندې قانون بې واکه دى، که غلو اؤ رياستي ترهګرو ته اسانتياوې برابرې کړل شي نو عام اولس ته به انصاف چرته رسيږي.

پخواني وزيراعظم وويل په نهم مئ چې په جوډيشل کمپلکس بريد وي يا په پوليسو د پټرول بمونو باران وي، ټول معاف دي.

ياده دي وي چي اسلام آباد هائي کورټ د توشه خانه کيس کښي د پي ټي آئي چيئرمين عمران خان سزا معطل کړي ده۔

د اسلام اباد سترې محکمې د توشه خانې په قضیه کې عمران خان ته د درې کاله بند او یو لک روپو جرمانې سزا اورولې وه.

Leave a reply