په سندهـ کې د سېلابونو په نوم د جعلي بلونو له امله خزانې ته د اربونو روپو تاوان رسېدلی دی.

باغي ټي وي رپورټ
د آر بي او ډي په جوړولو کښې د کرپشن د پلټنو ذمه واري اينټي کرپشن نيب ته ورکړے شوې ده د دې منصوبې په جوړولو کښې د 3 ارب 52 کروړه روپو نه زيات کرپشن ښکاره شوے دے۔
نېب وايي، تورنو کسانو جعلي بلونه په جوړولو سره ملي خزانې ته زيان رسولی، په ريفرنس کې د حکومتي افسرانو، د هغوی د کورنيو او مخکښو کسانو نومونه هم شامل دي.
د ريفرنس ترمخه کنټريکټر فهيم سومرو ته بغير د څه کار نه غيرقانوني پيسې ورکړې شوې، د پروجيکټ ډائريکټر منوربزدار جعلي بلونه پاس کولو سره پيسې ترلاسه کړي او سپرنټنډنټ انجنئير وقار احمد د اختياراتو غلطه استعمال کړې دې۔
په ريفرنس کښي وئيلي شوي دي چي بغير د څه کار نه 10 قرارداديانو ته پيسه ورکولو سره کميشن ترلاسه کړے شو او ملزم فهيم سومرو په پلے بارګين کښي داخل شو او 46 لاکه روپئ ئي قومي خزاني کښي جمع کړل۔






