د ستلج سیند د سیلابونو د راوتلو له امله د جلالپور ښار محافظوي بند مات او سلګونه جریبه ځمکه یې لاندې کړه.
باغي ټي وي رپورټ
د ژغورنې چارواکي وايي، د ستلج په سیند کې بند پاتې کسان د ۱۴ کښتیو په واسطه لېږدول کېږي.
سیلابي ریل د احمد پور شرقیه د سیند په غاړه کې تباه کړې، په زرګونو جریبه کرنیزه ځمکه کې ولاړ فصلونه یې ویجاړ کړي او په بهاولنگر کې لسګونه کلي ډوب شوي دي.
بل لوري ته دپي ډي ايم اے وياند وائي چې په سيند ستلج کې دسيلاب صورتحال اوس هم موجود دى، په ګنډا سنگه، سليمانکي اؤ هيډ اسلام کې دمعمولي درجې سيلاب دى چرته چې په ګنډا سنګ کې د اوبو جريان ١٨٠ زره کيوسک دى.
د وياند له مخې په هيډ سليمانكي كښې د اوبو آمد 98 زره 878 او اخراج 85 زره 14 كيوسک دي په داسې حال كښې چې په هيډ اسلام كښې د اوبو راوتلو 82 زره 916 كيوسک ده۔
وياند ووئيل په ميلسي سائفون كښې د معتدل درجې سېلاب روان دے٬ په داسې حال كښې چې د پنجاب په نورو سيندونو كښې د اوبو بهېدنه معمول ده۔
د وياند په وينا، د مون سون بارانونه به د سپټمبر تر ٤مې نېټې پورې دوام ولري او د ټولو لويو سيندونو په لوړو برخو کې د سختو بارانونو اټکل کېږي.