ایا د توشه خانه کیس کې د پي ټي آئي د چیئرمېن عمران خان سزا به وځنډول شي او که نه؟ پریکړه به نن اعلان شي.
باغي ټي وي رپورټ
تيره ورځ اسلام آباد هائي کورټ د پي ټي آئي چيئرمين عمران خان د سزا معطلولو په درخواست باندي د اړخونو دلائل اوريدو نه پس خپله فيصله محفوظ کړے وه کومه به چي نن سحر 11 بجه اورولي شي۔
د اسلام آباد هائي کورټ چيف جسټس عامر فاروق او جسټس طارق جهانګيري په مشرۍ دوه کسيزه بينچ د عمران خان لخوا د توشه خانه کيس کښې د ټرائل کورټ لخوا د سزا خلاف درخواست سماعت کړے دے۔
د اورېدنې په موقع د الېکشن کمېشن وکيل ووئيل چې دا د بدعنوانۍ مقدمه ده، د پي ټي آئي چيئرمېن په 44 سماعتونو کښې صرف 4 اورېدنې لپاره عدالت ته راغلي وو۔ د دوی دلیل ومنئ چې سیشن کورټ ته د محاکمې د ترسره کولو واک نه دی ورکړل شوی، نو باید محاکمه د مجسټریټ تر پلټنو وروسته د سیشن محکمې لخوا ترسره شوې وای.
بل اړخ ته د پي ټي آئي د چيئرمېن وکيل لطيف کهوسه روسټرم ته راغلو او ويې ويل چې هغه د اليکشن کميشن د وکيل په دلائلو کښې مداخلت نه غواړي خو ځينې فيصلې حواله کول غواړي.
لطیف کهوسه د نواز شریف د سزا د لغوه کولو په اړه د سترې محکمې پرېکړې ته اشاره وکړه او ویې ویل چې د ټاکنو کمېسیون وکیل په هغه ورځ یو ساعت او نن دوه ساعته وخت ونیو.
وروسته د فریقینو دلائل اوریدلو نه پس د اسلام آباد هائی کورټ چیف جسټس عامر فاروق او جسټس طارق محمود جهانګیری فیصله محفوظ کړه.
د عدالت عملې وائي چې د دې مقدمې فيصله به نن غرمه 11 بجې اورولې شي او د عدالت عملې د پي ټي آئي د چيئرمېن وکيلانو ته هم خبر ورکړی دی.
عمران خان ته په توشه خانه کېس کې سزا اورول شوې
د اګست په پنځمه د ایڈیشنل سیشن جج همایون دلاور د توشه خانې کیس کښې د پاکستان تحریک انصاف چیرمین عمران خان ته د درې کالو بند او یو لاکه روپو جرمانه سزا اورولې وه.
د محکمې لخوا د سزا اورولو وروستو پوليسو عمران خان په لاهور کې د هغه د کور نه نيولی او اٹک جيل ته يې انتقال کړی دی.