د پاکستان هوايي شرکت (PIA) د کارکوونکو د تنخواګانو د زیاتوالي پر ضد د احتجاج له کبله په ټول هیواد کې د پي آی اې د بکینګ دفترونه تړل شوي دي.
باغي ټي وي رپورټ
د دفترونو تړلو له امله مسافر په وخت د بکینګ نه ترلاسه کولو اندېښمن دي.
لاهور کښې د پي آئي اے د پرائيويټائزيشن په ضد د ملازمينو احتجاج پرون هم جاري وو، ملازمينو په ټاؤن آفس کښې ټول بکنګ کاونټرونه او بکنګ هال بند کړے وو چې له وجې ئي مسافر سخت سخت کړاو سره مخ شول۔
د دې نه علاوه د پي آئي اے ايکشن کميشن دوه مشران چې د کراچۍ پريس کلب سره نزدې د پي آئي اے بکنګ دفتر مخې ته احتجاجي مظاهره کوله پوليس نيولي دي۔
پوليس وائي چي دواړه کسان د ايرپورټ پوليس سټيشن کښي درج شوي مقدمه کښي پوليس ته مطلوب دي۔
تيره ورځ د پي آئي اے د بورډ آف ډائريكټرز غونډه د پي آئي اے هيډ آفس كراچۍ كښې وشوه چې پكښې د پي آئي اے انتظاميې بورډ آف ډائريكټرز ته د ايئر لائن د تنظيم او د پي آئي اے د مالي چارو په اړه بريفنګ وركړو۔
په غونډه كښې انتظاميې ته د پي آئي اے د سي بي اے يونين خلقو اتحاد او د پي آئي اے افسرانو ايسوسي ايشن د تنخواګانو د زياتوالي او د پي آئي اے د احتمالي پرائيوټائزيشن په ضد د درې هفتو نه روان احتجاج په اړه هم بريفنګ وركړې شو۔
سرچينې وائي دبورډ په غونډه کې دپي آئي اے انتظاميې وئيلي وؤ چې دائير لائن مالي حالات ښه نۀ دي اؤ دتنخواګانو زياتول ممکن نۀ دي.پوليس وائي چي دواړه کسان د ايرپورټ پوليس سټيشن کښي درج شوي مقدمه کښي پوليس ته مطلوب دي۔
تيره ورځ د پي آئي اے د بورډ آف ډائريكټرز غونډه د پي آئي اے هيډ آفس كراچۍ كښې وشوه چې پكښې د پي آئي اے انتظاميې بورډ آف ډائريكټرز ته د ايئر لائن د تنظيم او د پي آئي اے د مالي چارو په اړه بريفنګ وركړو۔
په غونډه كښې انتظاميې ته د پي آئي اے د سي بي اے يونين خلقو اتحاد او د پي آئي اے افسرانو ايسوسي ايشن د تنخواګانو د زياتوالي او د پي آئي اے د احتمالي پرائيوټائزيشن په ضد د درې هفتو نه روان احتجاج په اړه هم بريفنګ وركړې شو۔
سرچينې وائي دبورډ په غونډه کې دپي آئي اے انتظاميې وئيلي وؤ چې دائير لائن مالي حالات ښه نۀ دي اؤ دتنخواګانو زياتول ممکن نۀ دي.
بل خوا د مالیې وزارت د PIA د ۲۳ میلیارده روپیو د ورکولو غوښتنه رد کړې او ویلي یې دي چې پي آی اې باید له سوداګریزو بانکونو پور واخلي.