فیصل آباد کښي یو ځوان د بجلئ زیات بل له وجی ځان وژنه کړې ده.

0
204

باغي ټي وي رپورټ

دغه غمجنه پيښه د فيصل اباد په صبري ټاون سيمه کې رامنځته شوې چې پکې يو ځوان خپل ژوند له لاسه ورکړ.

دپوليسو وينا ده چې دغه ځوان دبريښنا دزياتې بيې له امله ځان په سر ويشتلى، چې په ژوبل حالت کې روغتون ته ليږدول کيدو او په لاره کې يې ساه ورکړه، په دې اړه نورې پلټنې روانې دي.

د وژل شوې مور وايي، زوی یې حمزه مخکې له دې چې پوروړی و، د برېښنا بل یې له ۳۸ زره کلدارو زیات و، چې له امله یې نوره اندېښمنه ​​شوه.

د ښځې په وینا زوی یې ویل چې د برښنا بل ډیر دی، له کوم ځایه یې ورکوم؟ زوی د بریښنا د لوړ بل له امله خپل ژوند پای ته ورساوه.

Leave a reply