د پاکستان د پیپلز ګوند مشر فیصل کریم کنډي ویلي، د ټاکنیزو حوزو پر اساس د ټاکنو د ځنډولو هڅه کېږي.

باغي ټي وي رپورټ
د جيو نيوز په نوي پاکستان پروګرام کې د پاکستان مسلم ليګ (ن) له مشر احسن اقبال څخه پوښتنه شوې وه، چې احسن اقبال دومره لوړپوړی سياستوال دی، نو بايد راته ووايي چې په اساسي قانون کې د کومو حلقو يادونه شوې ده؟
فیصل کریم کنډي د برېښنا د بیلونو د زیاتوالي او انفلاسیون په اړه وویل، که بلاول بوټو د ایتلافي حکومت لومړی وزیر وای، نو له شهباز شریف به یې بېلابېلې او د خلکو په ګټه پرېکړې کړې وای.
ياده دې وي چې نن د جيو نيوز پروګرام کښې شاهزيب خانزاده سره خبرو کښې د پاکستان مسلم ليګ (ن) مشر احسن اقبال ويلي وو چې مردم شماري د مشترکه مفاداتو کونسل په غونډه کښې په اتفاق سره منظوره کړې شوې وه په دې وخت کښې ټولو ګوندونو ته پته وه۔ دا چې کله د سرشمېرنې خبر ورکړل شي نو د ټاکنو کمېشن به د نوې سرشمیرنې په رڼا کې حلقې محدودوي.
ده وويل چې د ګډو ګټو د شورا په غونډه کې په ٩٠ ورځو کې د ټاکنو د ترسره کولو په اړه خبرې نه دي شوي او نه هم کوم ډاډ ورکړل شوى دى. دا مسله سپريم کورټ کښې چيلنج کړې شوې ده نو هلته به څرګنده شي چې د مردم شمارۍ نه پس حلقه بندۍ پکار دي او که نه۔






