باغي ټي وي رپورټ
د سرچينو ترمخه ايف آئي اے ټيم دپي ټي ائي له مشر څخه په جيل کې يو ساعت پوښتنې ګروېږنې وکړې.
سرچينې وائي چې د ايف آئي اے ټيم د عمران خان نه د سائيفر د ورکيدو په اړه پوښتنې وکړې او هغه يو ځل بيا ټيم ته اعتراف وکړ چې هغه د سيفرټ د ورکيدو په اړه وئيلي دي .
سرچينې وائي چې د ايف آئي اے ټيم مشري ډپټي ډائريکټر اياز خان کوله.
ياده دې وي چې د اسلام اباد محکمې د اګست په پنځمه د توشه خانې په کيس کې عمران خان ته د درې کاله بند سزا اورولې وه، چې له هغه راهيسې نوموړی په اٹک جيل کې بندي دی.
ياده دي وي چي د اګست په پنځلسمه نيټه د پخواني وزيراعظم عمران خان او پخواني خارجه وزير شاه محمود قريشي خلاف ايف آئي آر درج کړے شوي وو او مقدمه د آفيشل سيکريټ ايکټ لاندي درج کړے شوي وه۔
په دې ورستیو کې عمران خان هم د سیفر د ورکیدو په مقدمه کې نیول شوی او شاه محمود هم په ریمانډ کې دی.










Leave a Reply