په ابوالحسن اصفهاني روډ باندې د غیرت په نوم د لور او د هغې ملګرې وژلې شوي ملزم بیان ریکارډ کړی شوی دی.

0
151

باغي ټي وي رپورټ

د پوليس وينا ده چي د مقتول د پلار رفيق شيخ بيان ريکارډ کړے شوے دے۔

د پولیس وینا ده چی ملزمانو خپل بیان کښي ویلی چی لاریب او حسن وقار د کالج ملګری وو او څو ورځی وړاندی دوی ته د دوستی خبر رامخی ته شوی وو چی په دی لیدو ئي ما په خپلو وسلو ډزی اوکړی.

پوليس وايي د پېښې نوره پلټنه روانه ده او د وژل شوي حسن د ورور احسن په شکايت د وژنې مقدمه درج شوې ده چې پکې دوه وروڼه او د وژل شوي پلار نومونه هم شامل دي.

د پوليس ترمخه د ملزمانو نه يو لائسنسي نهه ايم ايم تومانچه برآمد شوې ده او د پيښي له ځايه د نهه ايم ايم پستول پنځه مرمۍ برآمد شوي دي کوم چي د فورنسک لپاره استولي شوي دي۔

پولیس وايي چې په قضیه کې د نیول شوي تورن دوه زامن دانیال شیخ او داراب شیخ تښتېدلي دي.

Leave a reply