باغي ټي وي رپورټ
په ایم کیو ایم پاکستان کې تر سختو اختلافاتو وروسته یو شمېر مهمو مشرانو د ګوند پرېښودو ګواښ کړی، په داسې حال کې چې د سې شنبې په ورځ د ډاکټر فاروق ستار مطبوعاتي کنفرانس هم په ناڅاپي ډول ځنډول شوی دی.
سرچينې وايي چې د ايم کيو ايم يو مهم مشر چې په کراچۍ کې يې په مهمو پوستونو کار کړى دى په ځينو مهمو مسايلو سخت تحفظات لري، د پيپلز پارټۍ د يوې مهمې ښځينه مشرې سره د هغه د ملاقات خبرونه هم ګرم دي. .
داسې هم ویل کیږي چې نوموړي له خپلو یو شمېر همکارانو سره په پي پي کې د شاملیدو ګواښ کړی دی.
د شنبې په ورځ د همغږۍ د کمېټې په غونډه کې هم د ګوندي اختلافاتو پر سر د تودو بحثونو نښې لیدل کېږي.










Leave a Reply