مسلم ليګ (ن) د اليکشن کميشن نه غوښتنه کړې چې د حلقه بندۍ کار دې زر تر زره مکمل کړي۔

0
162

باغي ټي وي رپورټ

تيره ورځ اليکشن کميشن سره د مسلم ليګ نون وفد ملاقات نه پس د مسلم ليګ ن جنرل سيکرټري احسن اقبال وئيلي وو چي اليکشن کميشن دي د ووټرانو رجسټريشن نيټه اعلان کړي۔

ورپسی د جیو نیوز پروګرام عجب شاه زیب خانزاده سره خبرو کښې احسن اقبال اوویل چې د مشترکه مفاداتو کونسل په غونډه کښې د مردم شمارۍ منظوري په اتفاق سره ورکړې شوې وه ولې هغه وخت ټول ګوندونه پوهیدل چې کله مردم شمارۍ نه ده شوې نو که به وی. د ټاکنو کمېشن به د نوې سرشمیرنې په رڼا کې ټاکنیزې حوزې وټاکي.

ده وويل چې د ګډو ګټو د شورا په غونډه کې په ٩٠ ورځو کې د ټاکنو د ترسره کولو په اړه کومه خبره نه ده شوې او نه هم کوم ډاډ ورکړل شوى دى. دا مسله سپريم کورټ کښې چيلنج کړې شوې ده نو هلته به څرګنده شي چې د مردم شمارۍ نه پس حلقه بندۍ پکار دي او که نه۔

بل اړخ ته د مسلم ليګ نون مشر اعظم نذير تارړ وئيلي دي چي د څوارلسم دسمبر نه مخکي د حلقه بندئ مکمل کول ممکن دي۔

د دې نه علاوه د پيپلز پارټۍ د مرکزي ايګزيکټيو کميټې د غونډې نه پس ميډيا سره خبرو کښې د پارټۍ مشرې شيري رحمان وويل چې د آئين مطابق ټولټاکنې په ۹۰ ورځو کښې کول پکار دي، که چرې له دې نه لاړې شي نو آئيني بحران به رامينځته شي. .

Leave a reply