د لاهور له حکومتي سید مته روغتون نه د لس لاکه روپو په ارزښت انسولین غلا شوي دي.

باغي ټي وي رپورټ
د سید مته روغتون د ایم ایس ډاکټر کاشف په وینا، د شکرې ناروغانو انسولین غلا او په ریکشا کې وړل.
د پېښې د پلټنو لپاره درې کسيزه کمېټه جوړه شوې، چې په پلورنځي کې د انسولين ريکارډ هم چک کوي.
د ایم ایس په وینا پولیس ته د ملزمانو خلاف د کاروائي غوښتنه کړې شوې وه چې وروسته پولیس د انسولین بار وړونکې رکشا قبضه کړې او ډرائيور یې نیولی دی.




