د کراچۍ پشمول په سندهـ کې د کورونو، ودانیو او تجارتي پلازو د نقشو منظوري تر بل خبر پورې بنده شوې ده.

0
185

باغي ټي وي رپورټ

د سندهـ ایالتي چارو د سرپرست وزیر مبین جماني په هدایت په ټول سندهـ کې د هر ډول ودانیو، کورونو او کمرشل پلازو د نقشو په منظورۍ بندیز ولګول شو. کوم به چې د سنده بلډنګ کنټرول اتهارټي، ماسټر پلان ډیپارټمنټ او ټولو پرمختیايي ادارو ته پلي کېږي.

د بلدياتي ادارې لخوا جاري شوي نوټيفيکيشن ترمخه په ټول صوبه کښې د هر قسمه عمارتي پلانونو، لي آوټ پلانونو، د پلاټونو ضم کولو باندې دا وخت پابندي لګولې شوې ده چې له دې وروستو په ټوله صوبه کښې د استوګنې او کمرشل پلاټونو د نقشو منظوري بنده شوې ده.

نوټيفيکيشن کښې وئيلي شوي دي چې د کراچۍ ډيولپمنټ اتهارټي، ملير ډيولپمنټ اتهارټي، لياري ډيولپمنټ اتهارټي، حيدراباد ډيولپمنټ اتھارټي، سيهون ډويلپمنټ اتهارټي، ماسټر پلان ډيپارټمنټ او ټاون پلاننګ ډيپارټمنټ او د سنده بلډنګ کنټرول اتھارټي مشران د فرمان د تعقيبولو پابند دي۔

Leave a reply