خواجه حارث د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) چيرمين خلاف توشه خانه کيس کښې د قانوني ټيم نه جدا شوے دے۔

باغي ټي وي رپورټ
سرچينې وائي چې خواجه حارث دپي ټي ائي په قانوني ټيم کې دډسپلين د انديښنو له امله دقانوني ټيم پريښودو فيصله کړې ده.
دسرچينو له مخې خواجه حارث داسلام اباد هائيکورټ چيف جسټس عامرفاروق په ضد دکوم اعتراض نه کولو مشوره ورکړې وه، دپي ټي ائي دچيئرمين قانوني ډلې ځينو غړو دچيف جسټس په مشرۍ کې جوړې شوې بينچ ته داعتراض کولو وړانديز کړى ؤ چې پکې ځينو وکيلانو خواجه حارث ته دا خبره کړې وه. په بنچ باندې د کوم اعتراض نه کولو لپاره مګر اجازه راکړئ.
د سرچينو ترمخه دخواجه حارث دقضيې څخه دځان ګوښه کيدو وروستو لطيف کهوسه اؤ نور وکيلان به اوس په سپريم کورټ اؤ اسلام اباد هائيکورټ کې دپي ټي ائي دچائيرمين استازيتوب کوي.
سرچينې وائي خواجه حارث دکيس ټول فائلونه دپي ټي ائي مشر قانوني ټيم ته ليږلي دي اؤ اسلام اباد هائيکورټ کې دعمران خان سزا معطل کولو درخواست اوريدنې لپاره به خواجه حارث عدالت ته نۀ حاضريږي.
دسرچينو ترمخه خواجه حارث د اګست په 22مه نيټه اوريدنه کې هم عدالت ته حاضر نۀ شو، خواجه حارث به په سپريم کورټ کې د توشه خانې کيس په اړوند د اورېدنې په درخواست کې وکيل نه وي.






