په ټهټه تاڼه کې جهرک ته نژدې د لارۍ او وین تر منځ د ټکر په پایله کې د ښځو په ګډون ۷ تنه وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

باغي ټي وي رپورټ
د پولیسو په وینا، د حیدراباد – تخته ملي لویې لارې ته څېرمه د یوه مسافر وړونکي وین او لارۍ ټکر شوی، چې له امله یې ۷ تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
د ژغورنې چارواکي وايي، په پېښه کې وژل شوي او ټپيان د څرخ او سول روغتون ته لېږدول شوي دي.
د ژغورونکو سرچینو په وینا، پېښه د تیز رفتارۍ له امله رامنځته شوې، چې په وژل شویو کې دوه ښځې او یوه نجلۍ هم شامله ده.






