د پاکستان د درملو د تنظیم ادارې (ډریپ) د درملو په بیو کې زیاتوالی رد کړی دی.

باغي ټي وي رپورټ
د ډرایپ لخوا په جاري شوي وضاحت کې ویل شوي چې د درملو په نرخونو کې هیڅ زیاتوالی نه دی راغلی خو حکومت د ۲۵ نویو رجسټر شویو درملو بیې ټاکلې دي.
د DRAP د معلوماتو له مخې، په پاکستان کې تر دې مخکې ټول ٢٥ نوي درمل راجستر شوي نه دي، دا ټول ٢٥ درمل د لومړي ځل لپاره بازار ته د خرڅلاو لپاره وړاندې کېږي.
ډرایپ وايي، نوی درمل د پاراسټامول په ترکیب کې ثبت شوي او د ساده پاراسټامول په بیه کې هیڅ زیاتوالی نه دی راغلی.






