د توشه خانه جنايي مقدمه کښې د پي ټي آئي چيئرمېن د سزا خلاف اپيل او د سزا معطلولو درخواست باندې به نن اورېدنه کيږي۔

0
172

باغي ټي وي رپورټ

د اسلام آباد هائي کورټ چيف جسټس عامر فاروق او جسټس طارق جهانګيري مشتمل ډويژنل بينچ به د کيس سماعت کوي۔ د اليکشن کميشن وکيلان به نن اسلام آباد هائي کورټ کښې خپل دلائل وړاندې کوي۔

تيره ورځ عدالت د اٹک جيل چارواکو ته د پي ټي آئي چيرمين وکيل بابر اعوان او لطيف کهوسه سره د ملاقات اجازت ورکړے وو۔

بل خوا د پي ټي آئي چيئرمېن د اسلام آباد هائي کورټ د بې اعتمادۍ په ضد سپريم کورټ ته رجوع کړې ده او د اسلام آباد هائي کورټ نه ئې د خپل مقدمې، مقدمې او انکوائري لاهور يا پيښور هائي کورټ ته منتقل کولو غوښتنه کړې ده۔

د عمران خان په درخواست به نن په سپريم کورټ کې اورېدنه هم کېږي

د توشه خانې په کيس کې د اسلام آباد هائي کورټ د فيصلې په ضد د پي ټي آئي چيئرمېن د درخواست اورېدنه به ماسپښين دوه بجې په سپريم کورټ کښې کېږي.

د پاکستان د چيف جسټس عمر عطا بنديال په مشرۍ د سپريم کورټ درې کسيزه بنچ به د کېس اورېدنه کوي.

تيره ورځ د اوريدنې په مهال چيف جسټس ريمارکس ورکړى ؤ چې د توشه خانه کېس کې د مقدمې د محکمې حکم سم نه ؤ، د مقدمې قاضي په عجلت کې فيصله وکړه.

قاضي القضات عمر عطا بندیال په خپلو څرګندونو کې دا هم وویل، چې سترې محکمې د توشه خانې د قضیې په اړه په ۷ ورځو کې د پرېکړې کولو غوښتنه کړې او د استیناف محکمې په یوه ورځ کې پرېکړه کړې، که کومه پرېکړه ناسمه وي نو دوی مداخله کولای شي.

Leave a reply