د خېبرپښتونخوا نګران کابينې نهه وزيرانو ته څانګې ورکړې شوې دي، په داسې حال کې چې د نگران وزيراعلي دوه سلاکاران او يو خاص مرستيال ته هم ډيپارټمنټونه ورکړل شوي دي.

باغي ټي وي رپورټ
جسټس ريټائرډ ارشاد قيصر به د جيلونو، امداد او ټولنيزو بهبود وزير وي او احمد رسول بنګش ته د خزانې، ريونيو او ایکسائز او ټيکسيشن وزارت ورکړے شوي دي۔
د انتظاميې د اعلان له مخې آصف رفيق به د خوراک، ځنګلونو او کرنې وزير وي او ډاکټر نجيب الله ته د سائنس، انفارمېشن ټيکنالوجۍ او سپورټ څانګي ورکړې شوي دي.
د دې نه علاوه ډاكټر محمد قاسم جان ته د ابتدائي، ثانوي او لوړو زده كړو څانګه وركړې شوې ده او جسټس ريټائرډ ارشد حسين شاه به د قانون او پارليماني چارو، اوقافو او مذهبي چارو وزير وي۔
سید امیر عبدالله ته د نویو یوځای شویو ولسوالیو د چارو ریاست ورکړل شوی دی.
د ادارې د اعلان له مخې د سرپرست اعلی وزیر سلاکاران او ځانګړي مرستیالان هم په دندو ګومارل شوي دي.
صلاح کار ډاکټر ریاض انور ته د صحت، مزدورۍ او پاپولیشن ویلفیئر وزارتونه او صلاح کار سرفراز علي شاه ته د سی اینډ ڈبلیو، پلاننګ او ډویلپمنټ او د عامې روغتیا وزارتونه ورکړل شوي دي.
د دې نه علاوه خاص معاون ظفرالله خان ته د آبپاشي او هاؤسنګ څانګي الاټ شوي دي۔






