د اسلام آباد هائي کورټ د سول جج عاصم حفيظ د برطرفه کولو درخواست سماعت لپاره منلې دې۔
باغي ټي وي رپورټ
د اسلام اباد هائي کورټ چيف جسټس عامر فاروق د سول جج عاصم حفيظ د ميرمنې لخوا د کورنې کارکونکې رضوانې په ضد د تشدد کيس کښې د سول سوسائټي لخوا د داخل کړې شوې درخواست سماعت اوکړو کومه چې د اسلام آباد د سول سوسائټي نيټ ورک صدر عبدالله ملک لخوا دائر کړې شوې وه۔
د اورېدنې په مهال عدالت وويل د سول جج مقدمه په انتظامي اړخ کې ده خو په عدالتي اړخ کې به يې هم وګورو.بلخوا چيف جسټس ډپټي اټارني جنرل احسن رضا او رياستي شورا ته بلنه ورکړه. روستم
چيف جسټس عامر فاروق واضحه کړه چې وفاق دې د ماشومانو تشدد او د ماشومانو مزدوري وڅېړي، مونږ ته په دې اړه تفصيلي درخواست راغلى دى.
د اورېدنې په مهال د اسلام اباد هائي کورټ چيف جسټس د طيبې تشدد کيس ته اشاره کړې او وئيلي ئې دي چې د ځوانې طيبې تشدد مقدمې پشمول ډيرې پيښې وړاندې مخې ته راغلې دې مونږ په دې درخواست وفاق او ايډوکيټ جنرل آفس ته خبر ورکوو۔
د اسلام آباد هائي کورټ د سول جج عاصم حفيظ د اورېدنې لپاره د دفتر نه برطرفه کولو لپاره وفاقي حکومت او ايډوکيټ جنرل آفس ته نوټس جاري کړے او مرسته ئې غوښتې ده۔
عدالت د مقدمې اورېدنه تر نامعلومې مودې پورې وځنډوله.
ياده دي وي چي د سول جج عاصم حفيظ ميرمن کمسن رضوانه د تشدد په تور په جوډيشل ريمانډ باندي ده ولي سول جج عاصم حفيظ د لاهور هائي کورټ د مقدمې له وجي او ايس ډي ګرځولې شوې دې۔