د ترهګرۍ ضد عدالت د پي ټي آئي د مشر اعجاز چوهدري په جوډيشل ريمانډ کښې توسیع کړې ده۔

باغي ټي وي رپورټ
د لاهور د ترهګرۍ ضد عدالت د مې په نهمه نېټه د عمران خان د نيول کېدو وروستو د شادمان پوليس سټېشن د سوځولو او ورانولو د مقدمې اورېدنه وکړه چې په ترڅ کې د جيل پوليسو د جوډيشل ريمانډ ختمېدو وروستو سېنېټر اعجاز چوهدري عدالت ته وړاندې کړل.
د مقدمې تر لنډې اورېدنې وروسته عدالت د اعجاز چوهدري په جوډيشل ريمانډ کې د 13 ورځو لپاره اضافه کړې ده.
ياده دي وي چي د اعجاز چوهدري خلاف په شادمان پوليس سټيشن کښي مقدمه درج ده، هغه د مئي په 11مه نيټه د ګلګت بلتستان هاؤس نه د 3 ايم پي او لاندي نيولي شوي وو۔
د می 9 غمیزه د مې په ۹مه د قامي احتساب بيورو (نیب) د القادر ټرسټ په مقدمه کې د پي ټي ائي چئیرمین عمران خان د اسلام آباد هائي کورټ د احاطې نه نیولی ؤ، چې وروستو د تحریک انصاف کارکنانو په پوځي تاسیساتو او حکومتي املاکونو بریدونه کړي وو. لاهور او پېښور کې د راډيو پاکستان ودانۍ هم سوځول شوې.
په ملک کې د مئ د نهمې نيټې د ظلمونو وروستو قانون نافذونکو ادارو سخت گامونه اخستي او گڼ شمير بدمعاشان يې نيولي دي په داسې حال کې چې د تحريک انصاف مهم مشران د 3MPO لاندې نيول شوي دي .
د پي ټي ائي په ضد د کريک ډاؤن نه وروستو د پارټۍ يو شمير مشرانو د استعفي غوښتنه کړې ده چې پکښې فواد چوهدري، شيرين مزاري، عامر کياني، علي زيدي، عمران اسماعيل، پرويز خټک، محمود خان، فردوس عاشق اعوان، فياض چوهان، ملايکه بخاري، ملېکه بخاري او نور شامل دي. افتاب صديقي او محمود مولوي هم پکې شامل دي په داسې حال کې چې د پارټۍ جنرل سيکرټري اسد عمر هم له ټولو چوکيو استعفي ورکړې ده.






