د پاکستان چيف جسټس عمر عطا بنديال د قامي احتساب بيورو (نيب) قانون کې د ترميم په اړه مهمې څرګندونې کړي دي.

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان د چيف جسټس په مشرۍ کې د مسلم ليګ (ن) د مشر ميا جاويد لطيف د نيولو نه وړاندې خبر ورکولو د حکم خلاف د نيب اپيل اورېدنه وشوه.
د نيب پراسيکيوټر رضوان سيټي وئيلي دي چې ملزم ته د ګرفتارۍ نه وړاندې خبر ورکولو فيصله د قانون خلاف ده، د نيب ترميم له پخوا څخه نافذ دے.
چيف جسټس آف پاکستان ريمارکس ورکړو چې د جاويد لطيف کيس د انکوائري په مرحله کښې دے په دې وخت کښې ګرفتاري نه شي کولے
د نيب پراسيکيوټر وويل د 3 جولائي 2023 د ترميم نه پس به د انکوائري په مهال ګرفتاري هم کيدے شي په کومه به چې جسټس عمر عطا بنديال وويل د جولائي په مياشت کې د نيب ترميمونه شکمن دي، د نېب په دريم جولائي شوي ترميمونه په تضاد کې دي. د محکمې له پرېکړو سره..
د پاکستان چيف جسټس پوښتنه وکړه چې د پوښتنې لپاره راوبلل شوي نوکر څنګه جيل کښې اچولې شي؟ د نیب قانون تر 2001 پورې سخت و، د ریمانډ موده کمولو او ضمانت ورکولو لپاره د نیب قانون کې ترمیم ښه دی.
جسټس اطهر من الله ریمارکس ورکړو چې د نیب قانون یوازې د عدالت د فیصلو او آئین په تناظر کې تشریح کیدی شي.
سپريم کورټ د ملزمانو د ګرفتارۍ نه وړاندې خبر ورکولو حکم په ضد د نيب اپيل مسترد کړے او ريمارکس ورکړے چې د اسلام آباد هائي کورټ حکم د جولائي د 3مې ترميم نه وړاندې وو.





