په جڑانواله کې د ورانکارۍ ۵ نورې پېښې ثبت شوې، چې له دې وروسته د پېښو شمېر ۱۰ ته ورسېد.

باغي ټي وي رپورټ
د پولیس وینا ده چې د ۷۵۰ نامعلومه ملزمانو په ضد ۵ نوې مقدمې درج شوې دي چې ورسره د ملزمانو شمیره ۲۱۰۰ ته رسیدلې ده.
پولیس وايي، د جڑانواله پېښې ۱۶۰ تورن کسان تر پېژندګلوۍ وروسته نیول شوي او د نورو د نیولو لپاره یې پلټنې روانې دي.
ياده دې وي، چې څو ورځې وړاندې د جرانواله په کرسچن کالونۍ کې وسله والو ۱۹ کليساګانې او لسګونه کورونه سوځولي وو.
نگران وزيراعظم انوارالحق کاکړ او د پنجاب نگران وزيراعلي محسن نقوي هم د ځپلو سيمو دوره کړې او متاثرينو ته يې د هر ډول ممکنه مرستې باور ورکړی دی.
د پنجاب د نگرانې کابينې غونډه هم د جڑانواله متاثره کليسا کښې شوې وه چې پکښې وزيراعلي محسن نقوي د متاثرينو لپاره د دوه لاکه روپو امداد اعلان کړے دے۔






